د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ درې میاشتنی د عملي زده کړو پروګرام د ۱۴۰۴هـ ش کال د سنبلې میاشتې په ۱۸مه نېټه پیل شو

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۵:۸
MOPH

دغه پروګرام نارینه او ښځینه فارغانو ته په اړوندو څانګو کې د کاري مهارتونو زده کړې په موخه ځانګړی شوی، چې ښځینه فارغانې به په کې په ځانګړو روغتیایي مرکزونو کې د قابلګۍ، نرسنګ، لابراتوار، درمل جوړونې او فزیوتراپي برخو کې عملي مهارتونه زده کړي او یاد پروګرام به په بدخشان، فاریاب، غزني، کاپیسا، خوست، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې تطبیقېږي او له ۱۵ ولایتونو څخه به په مجموعي توګه ترې ۵۴۶ تنه فارغان ګټه واخلي، چې په کې شاوخوا ۳۰۰ د قابلګۍ، ۱۸۰ د نرسنګ، ۲۴ د درمل جوړونې، ۲۴ د لابراتوار او ۱۸ د فزیوتراپي فارغان شامل دي.

د پوهاند غضنفر روغتیایي علومو انسټیټیوټ رئیس، ډاکټر محمد قاسم عادل ګډونوالو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یاد پروګرام د فارغانو د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا لپاره ارزښتمند وباله او د ناروې کمېټې له مالي ملاتړ او همکارۍ څخه یې مننه وکړه.

دغه راز، د افغانستان لپاره د ناروی کمېټې د روغتیا برخې کوارډیناتور دوکتور شیرزاد د پروګرام د ارزښت په اړه وینا ترسره او زیاته یې کړه، چې تر دې مهاله یې ۵۵۶ تنه فارغانو ته د عملي زده کړو له لارې د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا زمینه برابره کړې ده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۷
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس، ډاکټر امین الله مومند او مل پلاوي له صدري ابن سینا ملي او تخصصي روغتون څخه نظارت ترسره کړ

د تخصصي او ثالثي روغتونونو رئیس په دې نظارت کې د یاد روغتون له بېلابېلو تشخیصيه، معالجوي او اداري څانګو څخه لیدنه وکړه، د ناروغانو احوال یې واخیست، د روغتیايي خدمتونو بهیر او شته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۴
Background image

د ۲.۵ ميليونه افغانيو په ارزښت د پنجشېر ولایت روغتیايي مرکزونو د اساسي ترمیم پروژه پیل شوه

دغه پروژه د عامې روغتیا وزارت د همکارې مؤسسې «مووف» له لوري پلې کېږي، چې له مخې به یې د پنجشېر د مرکز بازارک او اوو ولسواليو روغتیايي مرکزونه په اساسي توګه ترمیم شي.

د دې پروژې د پلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۹:۵۱
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تغذیوي روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه له AKHSA مؤسسې سره تړون لاسلیک کړ

د عامې روغتیا وزارت له لوري بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو کې د تغذیوي روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په موخه له Agha Khan Health Services Afghanistan-AKHSA مؤسسې سره د (۳۰۰۵۲۱) درې سوه زره. . .

BACK TO NEWS