د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر کندهار ته د سفر په ترڅ کې د عینو مېنې ۳۵۰ بستریز روغتون له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره ناسته وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۴:۵۰
moph

په دې ناسته کې د روغتیايي خدمتونو لا ښه والي، ناروغانو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او له هغوی سره د مناسب چلند، او همدارنګه د روغتون د شته ستونزو د حل په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وشوې.

د یاد روغتون مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو د روغتیايي خدمتونو لا پیاوړتیا په موخه یو شمېر وړاندیزونه او غوښتنې شریکې کړې، چې د عامې روغتیا وزیر له لوري د ستونزو د حل او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت  لا ښه والي په برخه کې د لازمې پاملرنې او همکارۍ ډاډ ورکړل شو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS