د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي جوزجان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د ۵۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د آقچې ولسوالۍ ۵۰ بستریز روغتون د پاتې چارو د بيا پيل پرانيسته وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۱
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل پلاوي، د جوزجان والي ښاغلي مولوي عبدالله سرحدي، د عامې روغتیا رئیس سید ذبیح الله حسيني، د یو شمېر نورو ولايتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و.

د عامې روغتیا وزیر دغه روغتیايي پروژه د سیمې اوسېدونکو لپاره د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي اسانتیا، د اساسي اړتیاوو پوره کولو او د معیاري درملنې لپاره د امکاناتو برابرولو په برخه کې مهم ګام وباله او ویې ویل، د داسې روغتونونو جوړېدل به په لرو پرتو ولسوالیو کې د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو ترڅنګ خلکو ته د معیاري درملنې زمینه هم برابره کړي.

ښاغلي وزیر زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته باکيفيته عادلانه روغتيايي خدمتونه وړاندې او د معیارونو ښه والي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۱:۰
Background image

د عامې روغتيا وزارت د اداري چارو ساده کولو او اسانه کولو په اړه ناسته ترسره شوه

په دې ناسته کې چې د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس شيخ محمد طاهر حليم، يو شمېر نورو مرکزي رئیسانو، امرينو، د وزارت د ساده سازۍ کمېټې غړو او د چارو ادارې لوی رياست استازو شتون. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۲ - ۱۰:۵۵
Background image

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده لومړۍ فقره

د خوراکي توکو، درملو او روغتیايي محصولاتو د قاچاق د مخنیوي قانون دوهم فصل، نولسمه ماده لومړۍ فقره:

داخلي او نړیوال مؤسسات مکلف دي چې د خپل اړتیا وړ خوراکي توکي، درمل او روغتیايي. . .

BACK TO NEWS