د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي هرات ته د سفر په ترڅ کې د کتلوي معافیت له نوې جوړې شوې ودانۍ او سوړ زنځیر څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۴:۳۵
moph

د عامې روغتیا وزیر، د یادې ودانۍ او سوړ زنځیر په جوړېدو خوښي څرګنده، دا یې د واکسین په برخه کې ارزښتمن ګام وګاڼه او ویې وویل، کوښښ کوو چې د روټین واکسین په تطبیق سره د ساري ناروغیو مخنیوی وکړو، د کوم لپاره چې د سوړ زنځیر او کتلوي معافیت برخې پیاوړي کول اړین دي

 ښاغلي وزیر همداراز زیاته کړه، تطبیق کوونکي مؤسسې او اړونده ادارې باید د واکسین په برخه کې په پوره اخلاص او مسلکیتوب سره خپل فعالیتونه تر سره کړي؛ تر څو زموږ کوچنیان د ساري ناروغیو څخه وژغورل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS