د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۲۰۲۶ز کال لپاره د پولیو (ګوزڼ) واکسین د لومړي ملي کمپاین پرانیسته کې ګډون وکړ

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۴۸
moph

دغه کمپاین د نړیوالو ادارو په ملاتړ د روان مېلادي کال د اپرېل له ۱۳مې تر ۱۶مې نېټې پورې د دریو ورځو لپاره د هېواد په ټولو حوزو کې پلی کېږي، چې په ترڅ کې به یې شاوخوا (۱۲،۶) میلیونه له پنځو کلونو کم عمر لرونکو ماشومانو ته واکسین تطبیق شي. دا کمپاین په دایکندي او بامیان ولایتونو کې د سړې هوا له امله ځنډېدلی او په غور ولایت کې به یوه اوونۍ وروسته ترسره شي.

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي وویل: (د عامې روغتیا وزارت له خپلو همکارانو سره په ګډه ژمن دی چې په افغانستان کې د پولیو ویروس مخه ونیسي، موږ به خپلې ټولې هڅې وکړو او د پولیو واکسین کمپاینونو او نورو اړینو روغتیايي خدماتو ته به تر هغې دوام ورکړو، څو پولیو ناروغي په بشپړه توګه له افغانستانه له منځه یوسو).

ښاغلي وزیر زیاته کړه، دا ډېره مهمه ده چې د ټولنې ټول اغېزناک کسان، لکه دیني عالمان، قومي مشران او والدین په ټول هېواد کې د پولیو واکسین له ټیمونو ملاتړ وکړي، موږ له ټولو هېوادوالو په درناوي غوښتنه کوو، چې د پولیو پر وړاندې مبارزه کې خپله فعاله ونډه واخلي او د افغانستان د ماشومانو ژوند او روغتیا خوندي کړي).

د یادونې وړ ده، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به له ۶ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ماشومانو ته ویټامین ای (A) هم ورکړل شي، چې د هغوی د سترګو، پوستکي او معافیت سیستم په روغ ساتلو کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۵:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون له ولایتي مسؤلینو سره د روغتیايي همغږۍ انلاین غونډه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د لوېدیځ او سوېل لوېدیځ زون د ولایتونو عامې روغتیا له رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه

په دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت او ازبکستان د درملو او روغتیايي محصولاتو د همکارۍ د اجرایي پلان پر پلي کېدو خبرې وکړې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال، ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د ازبکستان د درملیزو محصولاتو خوندیتوب مرکز او د طبي او درملیز صنعت د پراختیا ادارې مرستيال میرزوحید قادروف او. . .

BACK TO NEWS