د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د عامې روغتیا سکتور تمویلوونکو او نړیوالو کاري شریکانو سره د همغږۍ غونډه ترسره کړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۵ - ۹:۰
MOPH

په غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني ، د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک، ګاوي (Gavi) او نورو مرسته کوونکو مؤسسو استازو ګډون درلود، په دې مجلس کې د افغانستان د روغتیایي سکتور پر  اوسني وضعیت، د مرستو پر اهمیت او پر راتلونکو پلانونو خبرې وشوې ؛ د عامې روغتیا ښاغلي وزیر د غوره او باکیفیته خدماتو وړاندې کولو لپاره د سرچینو اغېزمن مدیریت، د شفافیت اصل ته ژمنتیا او د فساد پر وړاندې مبارزه د ټولو ګډ مسؤلیت وباله او زیاته یې کړه، چې له ۲۰۲۶ میلادي کال وروسته به د افغانستان د روغتیایي سکتور لپاره یوه واضحه او اوږد مهاله ستراتیژیکه نقشه موجوده وي، چې په هغې کې به د وزارت د تمویلوونکو رولونه روښانه او د خدماتو ادغام به د یوې جامع ارزونې وروسته په منطقي ډول ترسره شي.

همدا راز ښاغلي وزیر وویل، د نوې روغتیایي ستراتیژۍ د جوړېدو چارې روانې دي، چې د عامې روغتیا سکتور د تقویې لپاره به حیاتي ارزښت ولري چې د BPHS او EPHS خدماتو د بیا کتنې بهیر هم پیل شوی، ترڅو د لومړنیو او ثانوي روغتیایي خدماتو کیفیت لوړ، د خلکو روغتیا خوندي او اړتیاوې یې پوره شي.

بل لور د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف، نړیوال بانک، ګاوي (Gavi) او نورو مرسته کوونکو مؤسسو استازو وویل، چې د افغانستان د روغتیایي سکتور ملاتړ تر ۲۰۲۶ میلادي کال پورې تازه کوي او په دې موده کې به د روغتیا برخه کې د بېړنیو خدماتو (HER) پروګرام د تمویل ترڅنګ له عامې روغتیا وزارت سره نږدې او ګډ کار هم کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۳۷
Background image

په سرپل ولایت کې ۱۷ ټنه له نېټې تېر او بې کيفيته خوراکي توکي او درمل له منځه يوړل شول

دغه توکي چې د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د دې ولایت له بېلابېلو سیمو څخه راټول شوي وو، د اړوندو مسؤلینو په شتون کې له منځه یوړل شول.

د سرپل عامې روغتیا ریاست مسؤلینو ټینګار وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۱۱
Background image

چارو ته پر ټاکلي وخت د رسېدنې په موخه د رهبرۍ بورډ دوه ویشتمه غونډه ترسره شوه

دا غونډه د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په مشرۍ د دې وزارت د مرستيالانو او مرکزي رئیسانو په شتون کې ترسره شوه، چې په ترڅ کې یې د يو شمېر مهمو موضوعاتو په اړه بحث. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۶ - ۱۱:۰
Background image

د تېرې شپې زلزلې له امله د ټپي شوي ماشوم له روغتيايي وضعيت څخه ليدنه تر سره شوه

د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ځانګړې سپارښتنې پر اساس د دې وزارت د ویاندویۍ، اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس، ډاکټر شرافت زمان امرخېل او مل پلاوي اندراګاندي د ماشومانو. . .

BACK TO NEWS