د ااا د عامې روغتیا وزارت په هڅو په هیواد کې د سرطان د درملنې لمړنی دوه سوه بستریز روغتون به په نږدې کې په کابل کې په خدماتو پیل وکړي

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۱۱:۱۸
moph

د عامې روغتیا وزارت د وړاندیز او د ااا د مهربانې رهبرۍ له لوري د سرطان دوه سوه بستریز روغتون لپاره د تعمیر د ورکړې او منظورۍ وروسته د یاد روغتون د فعالیدو او خدماتو پیلیدو چارې په سرعت سره جریان لري ، د یادو چارو له نږدې څخه د لیدنې او ښه ترسراوي په موخه د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له مل پلاوي سره د یاد روغتون څخه له نږدې لیدنه تر سره کړه.

ښاغلي وزیر د روغتون له بیلا بیلو برخو لیدنه تر سره او د اړتیاوو اړوند یې له مسؤولینو سره ځانګړی مجلس تر سره کړ ، ښاغلي وزیر د سرطان ناروغان زیات ځوریدلي او اړمن خلک وبلل، او په وینا یې د دوۍ لپاره به د عامې روغتیا وزارت ځانګړې پاملرنه تر سره کوي ، ښاغلي وزیر د خپلې وینا په جریان کې مسؤولین وهڅول تر څو هر څه ژر د روغتون د خدماتو د پیلیدو لپاره هڅې تر سره او د هیوادوالو لپاره په دې برخه کې روغتیايي اسانتیاوې را منځته کړي.

د یادونې وړ ده یاد روغتون به په درې مرحلو کې خپل خدمات پیلوي چې لمړنۍ مرحله یې تر سره شوې او په دوه نورو مرحلو کې د سرطان ناروغانو لپاره د بیلا بیلو عصري تجهیزاتو تر لاسه کول او فعالول دي ، همدارنګه د روغتیايي خدماتو د لا ښه کیفیت په موخه به روغتیايي کارکوونکو ته د ارتقاء ظرفیت ځانګړې برنامې برابریږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۷
Background image

د افغان دارالعلوم زده‌ کوونکو ته د نشه‌ يي توکو مخنیوي او عامه پوهاوي پروګرام ترسره شو

یاد پروګرام د عامې روغتیا وزارت اړوند، آغوش د روږدو درملنې ۱۰۰ بستریز روغتون د عامه پوهاوي ټیم له لوري تنظیم شوی و، چې په کې ګډونوالو ته د نشه يي توکو پر وړاندې د پوهاوي پر اهمیت، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۵۱
Background image

ارزګان ولایت کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره شو

د ارزګان عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې مسؤلینو د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې د خوراکي توکو له يو شمېر پلورنځیو څخه نظارت ترسره کړ، چې په پایله کې يې ۳۵ قلمه له نېټې تېر او بې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۵:۴۹
Background image

د کونړ عامې روغتیا ریاست ته ۸ قلمه طبي تجهیزات وسپارل شول

په ازبکستان هېواد کې د افغان سوداګرو او د افغانستان سفارت په همکارۍ، د کونړ عامې روغتیا ریاست سره د ۸ قلمو طبي تجهيزاتو مرسته وشوه. دغه طبي تجهیزات چې ارزښت یې ۳۴ زره امریکایي ډالره. . .

BACK TO NEWS