د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي قطر هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د افغانستان لپاره د فرانسې له شارژدافیر سره روغتیا برخه کې د همکاریو پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۵:۴۸
MOPH

په دې ناسته کې چې د قطر هېواد لپاره د ا.ا.ا سفیر، ښاغلي سهیل شاهین او د سفارت اړوند کارکوونکو هم شتون درلود، د افغانستان د روغتیايي سکتور پر روانو اړتیاوو، لاسته راوړنو او د دوه اخیزو همکاریو پر پیاوړتیا بحث او خبرې ترسره شوې.

د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د فرانسې له حکومت څخه د افغانستان د روغتیايي سکتور د تېرو کلونو ملاتړ له امله مننه وکړه او دغه همکاري او ملاتړ یې ارزښتمن وباله. همدارنګه، ښاغلي مرستیال د افغانستان روغتیايي سکتور لپاره د اوږد مهاله او دوامدار ملاتړ او په ځانګړي ډول د FMIC روغتون په چوکاټ کې د تخنیکي همغږۍ د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

ورته مهال، په یاده ناسته کې د افغان ډاکټرانو د ظرفیت لوړولو لپاره د روزنیزو پروګرامونو جوړېدو، مسلکي پرمختګ او افغانستان ته د فرانسوي ډاکټرانو د لېږلو په اړه بحث وشو؛ افغان پلاوي غوښتنه وکړه، چې د FMIC روغتیايي خدمتونه دې د افغان ولس لپاره لا ارزانه او د لاسرسي وړ وګرځول شي.

بل لور، د فرانسې شارژدافیر د افغانستان د روغتیايي سکتور د ملاتړ په اړه د خپل هېواد پر ژمنتیا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې فرانسه به د FMIC له لارې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړه، چې سږکال د FMIC د بنسټ اېښودنې شلمه کلیزه لمانځل کېږي، چې دا د دواړو هېوادونو ترمنځ د بریالۍ او دوامداره روغتیايي همکارۍ څرګند ثبوت دی.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۳
Background image

د عامې روغتیا وزارت د کانګو ناروغۍ په اړه د ۳۴ ولایتونو روغتیايي کارکوونکو ته دوه ورځنی ښوونیز پروګرام ترسره کړ

د عامې روغتیا وزارت د کارکوونکو چارو لوی ریاست اړوند د ظرفیت لوړونې ریاست له لوري د هېواد د ۳۴ ولایتونو د ولایتي روغتونونو مسلکي کارکوونکو ته د کانګو (CCHF) ناروغۍ په اړه دوه ورځنی. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۴ - ۱۱:۰
Background image

تخار عامې روغتیا ریاست د لوی اختر را رسېدو په مناسبت د کانګو ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې کمپاین پیل کړ

د یاد کمپاین پر مهال مسؤلین له مالدارانو او قصابانو څخه وغوښتل، چې د کانګو ناروغي جدي وګڼي او د خپل ځان او ټولنې د خوندیتوب لپاره د حفظ الصحې اصول او روغتیايي لارښوونې په جدي ډول مراعت. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۱۲:۸
Background image

په بامیان، فراه، بادغیس او کونړ ولایتونو کې د کانګو ناروغۍ خپرېدو مخنیوي په موخه د وقایې او عامه پوهاوي کمپاین پیل شو

دغه کمپاین د روغتیايي ټیمونو او اړوندو کارکوونکو په همکارۍ پیل شوی، چې ترڅ کې يې قصابانو، مالدارانو او نورو عامو هېوادوالو ته د کانګو ناروغۍ د خطرونو، لېږد لارو او مخنیوي په اړه عامه. . .

BACK TO NEWS