د ا.ا.ا. د عامې روغتیا وزارت تخنیکي نظارتي ټیم کندهار ته د رسمي سفر پر مهال د میرویس سیمه ییز او عینو مېنې ۳۵۰ بستریز ولایتي روغتونونو څخه لیدنې ترسره کړې

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۴ - ۹:۴۸
moph

په دغو لیدنو کې د نظارتي ټیم مسؤلینو د یادو روغتونونو د بېلا بېلو څانګو ناروغانو احوال واخیست، د هغوی د روغتیا هیله یې څرګنده او روغتیا پالانو ته یې د غوره روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو اړوند لازمې سپارښتنې وکړې.

 د نظارتي ټیم مسؤلینو همداراز د یادو روغتونونو شته ستونزې یادښت او اړوندو مسؤلینو ته یې د بشپړ حل ډاډ ورکړ؛ ترڅو د وزارت په کچه په یاده برخه کار ترسره او موجوده ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۵
Background image

د خوړو او درملو معینیت ۳۳ کارکوونکو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د ښه تولید (GMP) اووه ورځنی روزنیز پروګرام پیل شو

دا پروګرام د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ پيل شو، چې په کې د درملو او روغتیايي محصولاتو د ارزونې او ثبت، جواز ورکولو، د صادراتو او وارداتو تنظیم او څارنې او پلټنې ریاستونو ۳۳ کارکوونک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۲۸
Background image

د کابل ښار هوټل پروان سیمه کې پنځه درمليز تأسیسات د سرغړونو له امله وتړل شول

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست اړوند د درملو د وارداتو او وېش آمریت کارکوونکو د کابل ښار د هوټل پروان په سیمه کې له ۸ درمليزو تأسیساتو څخه څارنه وکړه.. . .

BACK TO NEWS