د ا.ا.ا د عامې روغتيا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د ټولنيزو چارو له مرستیال، ښاغلي مولوي عبيدالله امين زاده سره ليدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۱۳:۱۸
MOPH

په دې ليدنه کې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همغږۍ او ګډو همکاریو پر پياوړتیا او د هغه ماشومانو لپاره چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت اړوند روزنتونونو کې شتون لري، د درملنې، روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو او د ياد وزارت سره په ګډه ورته د اسانتياوو رامنځته کولو په موخه د يو ګډ هوکړه ليک په اړه هر اړخیز بحث او خبرې تر سره شوې.

دغه راز، په دې ليدنه کې يوه تخنيکي کمېټه وټاکل شوه، چې دا کمېټه به د دواړو وزارتونو ترمنځ د ياد هوکړه ليک د چمتو کولو او اړوندو تخنيکي چارو پرمخ وړلو لپاره لازم اقدامات ترسره کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۲۹
Background image

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د الشفاء روغتون د رغنیزو چارو ارزونه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي په کابل کې د الشفاء روغتون له ترمیماتي او ساختماني چارو څخه لیدنه وکړه:

په دې لیدنه کې ښاغلي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري مرستیال د انتاني ناروغیو ملي روغتون له خدماتو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي او مل پلاوي د انتاني ناروغیو درملنې ملي او تخصصي روغتون د خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره کړه:

په دې ليدنه کې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د عامې روغتیا وزیر د یونیسف له مشر سره د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه وکتل

د افغانستان ا.ا. د عامې روغتيا وزير، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د يونيسيف ادارې له مشر، ښاغلي ډاکټر تاج الدين اوېلا او مل پلاوي سره ليدنه وکړه

په. . .

BACK TO NEWS