دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري معین مولوي محمداسحق صاحبزاده دتخارپه ولایتي روغتون کې دهمودیالېزاواکسیجن دتولیددستګاوو پرانیسته ترسره اودتخارله والي سره هم لیدنه وکړه

akbari_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۳:۵۸
دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري معین مولوي محمداسحق صاحبزاده دتخارپه ولایتي روغتون کې دهمودیالېزاواکسیجن دتولیددستګاوو پرانیسته ترسره کړه اوتخارله والي سره لیدنه ترسره کړه

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین مولوي محمد اسحق صاحبزاده د تخار په ولایتي روغتون کې د همودیالېز او اکسیجن د تولید دستګاوو پرانیسته ترسره کړه.

ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د خپل ولایتي سفر په ترڅ کې د تخار په ولایتي روغتون کې د همودیالېز او اکسېجن دستګاوو پرانیسته ترسره او دغه روغتون یې له ۱۵۰ بسترونو څخه ۲۰۰ بسترونو ته ارتقا ورکړه.

ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د همودیالېز او اکسیجن دستګاوو پرانیسته د روغتیايي عرضه خدماتو د کیفیت د ښه والي لپاره یو ستره لاسته راوړنه وبلله او د دې روغتون له روغتیايي مسوولینو یې وغوښتل چې په پوره اخلاص او ایماندارۍ له دې امکاناتو د ناروغانو د درملنې لپاره کار واخلئ.

اوهمدارنګه دعامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده او ورسره مل پلاوي د تخار له والي سره لیدنه ترسره کړه.

دعامې روغتیاوزارت مالي اواداري معین مولوي محمداسحق صاحبزاده دتخارپه ولایتي روغتون کې دهمودیالېزاواکسیجن دتولیددستګاوو پرانیسته ترسره کړه اوتخارله والي سره لیدنه ترسره کړه

د تخار والي مولوي ضیاالرحمن د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین او مل پلاوي ته ښه راغلاست وویل او مننه یې وکړه چې د هېواد یوې لرې پرتې سیمې ته د روغتیايي خدماتو د نظارت او  فعالیتونو د لیدو لپاره راغلي یئ.

د عامې روغتیا وزارت مالي او اداري معین ښاغلي مولوي محمد اسحق صاحبزاده د تخار والي مولوي ضیاالرحمن ته ډاډ ورکړ چې د هېواد په ټولو سیمو کې به منصفانه او پر عدالت ولاړ روغتیايي خدمات وړاندې کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۵
Background image

د کابل ولایت د بګرامي ولسوالۍ ۳۰ بستریز روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو او د ۷ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو وویل «دغه پروسه په بشپړه توګه شفافه ده او. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۱۴:۱۱
Background image

د روغتونونو د اداري سیستم د ډیجیټل کولو په موخه د څلورو وزارتونو ګډه ناسته ترسره شوه

د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی رئیس، ډاکټر وحدت الکوزي د مرکز او روغتونونو د اداري سیسټم د ډیجیټل کولو (برېښنايي کېدو) په موخه له ماليې، لوړو زده کړو او مخابراتو وزارتونو مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS