دریو ولایتونو کې د ټولنې په کچه روغتیايي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱/۳۱ - ۹:۲۱
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول لوی ریاست د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ په غور، فراه او بادغیس ولایتونو کې د ټولنې په کچه ۵۰ روغتیايي کارکوونکو (CHW) ته د ظرفیت لوړولو په موخه درې ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره کړ.

دا روزنیز ورکشاپ د ناروغیو مخنیوي، لومړني تشخیص، روغتیايي مرکزونو او روغتونونو ته د ناروغانو راجع کولو او په غیر ساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت برخه کې وړاندې شو.

د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول ډیپارټمنټ مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي وویل: ''د ټولنې روغتیايي کارکوونکي په هېواد کې د غیر ساري ناروغیو د پېژندلو، مخنیوي او کنټرول برخو کې مهم او اغېزمن رول لري او د محدودو سرچینو او اسانتیاوو په پام کې نیولو سره، موږ نه شو کولای په دې برخه کې ټول روغتیايي کارکوونکي وروزو؛ له همدې امله موږ تمه لرو چې د دې ورکشاپ ګډونوال خپلې زده کړې په روغتیايي مرکزونو او کلیو کې له نورو همکارانو سره شریکې کړي؛ ترڅو موږ وکولای شو د ټولنې په کچه د لا ډېرو روغتیايي کارکوونکو ظرفیتونو لوړ کړو".

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۲۷
Background image

د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان ترمنځ د پولیو پر له منځه وړلو مهمه ناسته

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ښاغلي ایډوین سنیزا، د یاد سازمان د پولیو برخې مشر ډاکټر محمد. . .

جمعه ۱۴۰۴/۱۱/۲۴ - ۱۸:۱۲
Background image

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت یو پلاوي د درملو کیفیت ښه والي او تجربو ترلاسه کولو په موخه د ترکیې هېواد د درملو د تولید له یو شمېر فابریکو څخه لیدنه وکړه

د عامې روغتیا وزارت د درملو او روغتیايي محصولاتو د تنظیم لوی رئیس، الحافظ ډاکټر نعیم‌الله ایوبي او مل پلاوي د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د ترکیې هېواد استانبول ښار په صنعتي پارکونو کې د My. . .

BACK TO NEWS