تېر ۱۴۰۴ هـ ش کال په نور ملي او تخصصي روغتون کې شاوخوا ۸۶۰۶ بریالي جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۲۶
moph

د یادو عملیاتونو له ډلي ۱۵۱۷ ستر عملیاتونه او ۷۰۸۹ واړه عملیاتونه دي، چې د مجربو، متخصصو او مسلکي ډاکټرانو له لوري ترسره شوي دي.

دا جراحي عملیاتونه د مسلکي اصولو او روغتیايي معیارونو په رعایت سره ترسره شوي، چې د یاد روغتون د تخنیکي او تخصصي ظرفیت څرګندونه کوي.

د یادونې وړ ده، چې په همدې موده کې (۹۰۱۰) تنه ناروغانو ته داخل بستر (IPD) او (۱۲۵۲۲۹) تنه مراجعینو ته خارج بستر (OPD) روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.