تېر یو کال کې د هلمند ولایتي روغتون کې شاوخوا (۱۲۱۳۶) وړیا جراحي عملیاتونه ترسره شوي دي

د یادو جراحي عملیاتونو له ډلې (۱۰۶۰۱) ستر او (۱۵۳۵) کوچني جراحي عملیاتونه دي، چې د افغان مجربو او متخصصو ډاکټرانو پر مټ په وړیا او بریالۍ توګه ترسره شوي دي.
د جراحي عملیاتونو ترڅنګ په دغه روغتون کې (۲۷۰۰۱۵) ناروغانو ته په وړیا توګه سراپا (OPD)، (۴۴۲۸۹) ناروغانو ته داخل بستر (IPD)، (۲۷۲۰۸) تنو ته نسایي ولادي او (۱۲۷۳) ناروغانو ته هیموډیالیز خدمات وړاندې شوي دي.