تخار ولایت کې له یو شمېر خصوصي روغتیایي مرکزونو څخه نظارت ترسره شو
د تخار ولایت د عامې روغتیا ریاست د روغتیایي قوانینو د تطبیق او څارنې مسؤلینو له لوري تالقان ښار کې له قطغن لس بستریز معالجوي روغتون، افغان ترک د مور او ماشوم د ملاتړ کلینیک او همدارنګه، د درملو یو شمېر عمده پلورنځیو، درملتونونو او روغتیایي کتنځایونو څخه نظارت ترسره شو.
په دې نظارت کې د درملو عمده پلورنځیو او درملتونونو څخه یو اندازه له نېټې تېر او بې کیفیته درمل راټول او د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتیا ریاست مرکزي زیرمتون ته ولېږدول شول.
همدارنګه، د نظارت په ترڅ کې یو شمېر غیر قانوني لوحې او اعلانونه لرې شول او د هغوی مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې؛ څو خپل خدمات د عامې روغتیا وزارت له معیارونو سره سم برابر کړي.
