بادغیس ولایت کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته ۲۸ عرادې نوي موټرسایکلونه ووېشل شول

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۶:۱۳
moph

دغه موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا ریاست له لوري، د یونیسف ادارې په مالي ملاتړ، واکسیناتورانو ته د تګ راتګ د اسانتیا، لرو پرتو سیمو ته د هغوی د لاسرسي او په دغو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو د وړاندې کولو بهیر د لا ښه والي په موخه برابر او ووېشل شول.

یاد موټرسایکلونه د بادغیس عامې روغتیا رئیس خان‌محمد همت او د یو شمېر امارتي ادارو د مسؤلینو په شتون کې د اوټرېچ پروګرام واکسیناتورانو ته وسپارل شول.

د بادغیس عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د یادو وسایطو پر اغېزمنې کارونې او په لرو پرتو سیمو کې د واکسیناسیون خدمتونو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: واکسیناتورانو ته د اړینو اسانتیاوو برابرول کولای شي، ماشومانو ته د اړتیا وړ واکسینونو رسولو او هغوی ته د روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه لا ښه برابره کړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۵۳
Background image

د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ کې یو شمېر روغتیايي او خوراکي تأسیسات وتړل شول

د بلخ ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې آمریت ټیمونو د بلخ ولسوالۍ روغتیايي مرکزونو او د خوراکي توکو پلورنځيو څخه نظارت ترسره کړ، چې پایله کې یې ۱۳ درملتونونه، ۱۳ کتنځايونه، يو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۲
Background image

د هوا ککړتیا د کمولو او تنفسي ناروغیو د مخنیوي په موخه په کابل کې نظارت ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست د هوا ککړتیا د تنظیم او کمولو امریت کارکوونکو په کابل ښار کې له بېلابېلو ملکیتونو څخه د تنفسي ناروغیو مخنیوي او د هوا پاکوالي په موخه نظارت. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۰:۵۵
Background image

د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درمليزو خدمتونو ریاست فعالیتونه او لاسته راوړنې

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د درمليزو خدمتونو ریاست د روان کال اسد میاشتې په ترڅ کې د درملو د معقولې کارونې ترویج، د درملو او درملنې کمېټو د پیاوړتیا او د درملو مدیریت ښه. . .

BACK TO NEWS