اندراګاندي ماشومانو د درملنې روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښودل شوه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۶:۱۰
MOPH

په همدې موخه جوړو شوو مراسمو کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مرکزي ریاستونو یو شمېر رئیسانو او د روغتیا نړیوال سازمان استازي، ډاکتر زیار شتون درلود.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن د تولید څانګې جوړېدل د روغتیايي خدمتونو د کیفیت لوړولو او په هېواد کې د ماشومانو په تېره بیا د هغو ماشومانو روغتیايي ستونزو د حل په برخه کې مهم ګام وباله، چې اکسیجن ته اړتیا لري.

نوموړي همداراز د یاد روغتون د بېلا بېلا روغتیايي څانګو څخه لیدنه ترسره او د روغتیايي کارکوونکو څخه یې وغوښتل، چې خپلې دندې په ایماندارۍ سره ترسره کړي؛ تر څو د اړمنو هېوادوالو روغتیايي ستونزو ته پر وخت رسېدنه وشي.

د یادونې  وړ ده، چې د اندراګاندي د ماشومانو د درملنې په روغتون کې د اکسیجن یاد پلانټ به د څلورو جنراتورونو په لرلو سره د روغتیا نړیوال سازمان په مالي او تخنیکي همکارۍ جوړ شي، چې په ۲۴ ساعتونو کې به د ۲۰۰ بالونونو اکسیجن د تولید ظرفیت ولري او مرسته به یې د یاد روغتون ناروغانو ته د بشپړ اکسیجن رسولو تر څنګ نورو روغتونونو ته هم د اړتیا وړ اکسیجن استول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۳:۳۴
Background image

ننګرهار ولایت کې د ختیځ په کچه د جذام (ليپروسي) ناروغۍ د درملنې مرکز پرانیستل شو

دغه مرکز د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف او یو شمیر نورو مسؤلینو په شتون کې د PMS جاپان مؤسسې په مالي ملاتړ پرانیستل شو.

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس د یاد مرکز پر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۱۱:۲۷
Background image

د بدخشان ولایت د شغنان ولسوالۍ عمومي روغتون د جوړولو افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي او پلان او پالیسۍ ریاستونو او ۸ ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د افر پرانیستې پروسې مسؤلینو. . .

BACK TO NEWS