د تخار عامې روغتیا ریاست د رستاق ولسوالۍ له خصوصي روغتیايي مرکزونو څارنه ترسره کړه

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۵:۴۵
moph

د تخار ولایت عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې ټیم د دې ولایت د رستاق ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۲۷ خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه هر اړخیز نظارت ترسره کړ

د دې نظارت پايله کې ۹ روغتیايي مرکزونه د غیرمسلکي مسئولینو د شتون او ځینو نورو نیمګړتیاوو له امله وتړل شول.

همدارنګه، د څارنې ټیم د ټولو خصوصي روغتیايي مرکزونو مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د غیرمعیاري، بې‌کیفیته او له نېټې تېر درملو له واردولو، کارولو او تطبیق څخه په جدي توګه ډډه وکړي او د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو کې ملي معیارونه او اصول مراعت کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS