په کندز کې د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول په برخه کې روغتیايي کارکوونکو ته روزنیز ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۶ - ۱۴:۵۲
MOPH

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی ریاست اړوند د غیرساري ناروغیو د  کنټرول او مخنیوي ډیپارټمنټ له لوري د کندز ولایت د روغتیايي مرکزونو ۱۵ تنو ډاکټرانو او ۵۰ تنه د ټولنې په کچه روغتیايي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه څلور ورځنی روزنیز ورکشاپ ترسره شو

په دې روزنیز پروګرام کې ګډونوالو ته د غیرساري ناروغیو مخنیوی او کنټرول، درملنې او لومړني تشخیص، روغتیايي مرکزونو ته د ناروغانو راجع کولو، په غیر ساري ناروغیو د اخته ناروغانو مدیریت او روغتیايي مشورو اړوند معلومات ورکړل شول.

د عامې روغتیا وزارت د غیرساري ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مسؤل، ډاکټر محمد سمیع کریمي د غیرساري ناروغیو په مخنیوي او کنټرول کې د ډاکټرانو او د ټولنې په کچه د روغتیايي کارکوونکو رول مهم وباله او زیاته یې کړه، ټول روغتیايي کارکوونکي باید خپلې زده کړې له نورو همکارانو سره هم شریکې کړي، څو په دې برخه کې لا زیات کسان وروزل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS