د روږدو درملنې ملي برنامې رئیس په بدخشان او کندز کې د درملنې مرکزونو ارزونه وکړه

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۱۹
moph

د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې رئیس، الحافظ انعام الله عمار او مل پلاوي بدخشان او کندز ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې د روږدو درملنې مرکزونو څخه نظارت ترسره کړ

د دې نظارت په ترڅ کې د یادو مرکزونو د روغتیايي خدمتونو کیفیت، د ناروغانو د درملنې بهیر، د درملو موجودیت، د کارکوونکو کړنې او د بسترونو وضعیت وارزول شو. همداراز، د مرکزونو له مسؤلینو او روغتیايي کارکوونکو سره د شته ستونزو، اړتیاوو او د خدمتونو ښه والي په اړه خبرې وشوې.

الحافظ انعام الله عمار د روږدو کسانو د اغېزمنې درملنې او بیا رغونې پر اهمیت ټینګار وکړ او اړوندو مسؤلینو ته یې سپارښتنې وکړې، چې ناروغانو ته معیاري، دوامدار او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي او ډاډ یې ورکړ، چې د روږدو درملنې مرکزونو پیاوړتیا او د خدمتونو ښه والي لپاره به لازمې هڅې دوام ولري.

همدارنګه، د یاد سفر پر مهال د ملګرو ملتونو د نشه‌ یي توکو او جرمونو دفتر (UNODC) وهڅول شو، چې بدخشان ولایت کې د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون لپاره ودانۍ جوړه کړي. سربيره پر دې، د یاد دفتر په مالي ملاتړ په دغه ولایت کې تداوي شویو روږدو کسانو سره د ځينو خوراکي توکو مرسته هم وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۶:۲۴
Background image

د بارورۍ روغتیا د ستراتیژۍ بیاکتنې او تدوین په موخه د رهبرۍ او تخنیکي کمېټې غونډه ترسره شوه

یاده غونډه د عامې روغتیا وزارت د پلان او پاليسۍ لوی رئیس، ډاکټر سید رسول منګل په مشرۍ ترسره شوه، چې په کې د دغه وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د UNFPA، روغتیا نړیوال سازمان او UNICEF ادار. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۹
Background image

د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو

د عامې روغتیا وزارت د وینې ملي بانک له لوري د کابل ښار پل خشتي سیمه کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې راټولولو کمپاین ترسره شو.

په دغه کمپاین کې له ۲۸ تنو هېوادوالو څخه ۱۴ زره سي‌ سي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۹:۲
Background image

د ولایتونو روغتیايي ناظمینو ته ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه پېرل کېږي

د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري، چې په ولایتونو کې د روغتیايي خدمتونو د څارنې بهیر د لا پیاوړتیا او اړوندو چارو د اسانتیا په موخه د روغتیايي ناظمینو لپاره ۴۲۰ عرادې موټرسایکلونه وپېري. . .

BACK TO NEWS