د کابل، غزني او لغمان ولایتونو په یو شمېر ښوونځيو کې د نشه‌ یي توکو مخنیوي په موخه د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۵:۳۲
MOPH

دغه پروګرامونه د عامې روغتیا وزارت د روږدو درملنې ملي برنامې ریاست اړوند د کابل ولایت د روږدو درملنې ۱۰۰۰ بستریز روغتون مسؤلینو د ياد ولایت د استقلال عالي لېسې او استاد محمد صدیق پسرلي عالي لېسې، د غزني ولایت د روږدو درملنې ۵۰ بستریز روغتون مسؤلینو د ارزوي فردا عالي لېسې او د لغمان ولایت د روږدو درملنی ۳۰ بستریز روغتون مسؤلینو له لوري د قرغیو ولسوالۍ اړوند چهار باغ د هلکانو عالي لېسې زده کوونکو او استادانو ته ترسره شول.

په دې پروګرامونو کې د نشه‌ یي توکو ټولنیز، اقتصادي، رواني او روغتیايي زیانونه په علمي او هر اړخیز ډول تشریح شول او د دغو توکو د کارونې له امله رامنځته کېدونکې فردي او ټولنیزې ستونزې روښانه شوې او هم د نشه‌ یي توکو د مخنیوي، د روږدو پېژندنې او د درملنې مرکزونو ته د هغوی د راجع کولو په اړه مهم معلومات وړاندې شول او د نشه يي توکو له ناوړه پدیدې څخه د ځان ساتنې پر اهمیت ټینګار وشو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۳:۱۳
Background image

هلمند ولایت کې د بُست ۳۵۰ بستریز روغتون جوړولو پروژې دوهم ځل افر پرانیستې پروسه ترسره شوه

یاده پروسه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو، مالي او حسابي، د ولایتونو د روغتیا همغږۍ او پلان او پالیسۍ ریاستونو او یو شمېر ودانیزو شرکتونو د استازو په شتون کې ترسره شوه.

د عامې روغتیا. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۴ - ۱۱:۱۷
Background image

د هلمند د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا لپاره تړون لاسلیک شو

د عامې روغتیا وزارت له لوري د هلمند ولایت اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدمتونو پياوړتيا او پراختيا په موخه له Welfare Association the Development of Afghanistan- WADAN مؤسسې سره د (۹۰۹۹۹۹. . .

BACK TO NEWS