مولوي نور جلال جلالي په کندز کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د روغتون د جوړېدو بنسټ کېښود

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۴:۱۱
MOPH

د افغانستان ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي کندز ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د ۴۸ میلیونه افغانیو په ارزښت د کلباد عمومي روغتون د جوړېدو ډبره کېښوده

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر او مل پلاوي، د کندز مرستیال والي ښاغلي حبیب الرحمن ثاقب، د عامې روغتیا رئیس ډاکټر محمد الله حکمت، د یو شمېر نورو ولایتي ادارو مسؤلینو او د سیمې اوسېدونکو ګډون کړی و

د عامې روغتیا وزیر د اړينو روغتیايي پروژو پلي کېدل د وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه وباله او ويې ويل: هڅه کېږي چې د هېواد په ټولو سیمو کې خلکو ته د درملنې مناسبې اسانتیاوې برابرې شي.

ښاغلي وزير زياته کړه، د دې ډول روغتونونو جوړېدل به د ولسوالیو په کچه خدمتونه پیاوړي کړي او خلکو ته به د اساسي روغتیايي خدمتونو د لاسرسي زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS