د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو لوی ریاست له لوري د عامې روغتیا وزارت خالي بستونو لپاره الکترونیکي ازموینه پیل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۸:۵۰
moph

په دې ازموینه کې چې څه باندې ۱۰۰۰ کسانو ګډون درلود، له ۱۰۰ څخه زیاتو خالي بستونو لپاره ترې ازموینه واخیستل شوه او دا بهیر په درې پړاوونو کې ترسره کېږي، چې دغه اقدام د ازادې سیالۍ له لارې د وړ، مسلکي او ژمنو کسانو د جذبولو لپاره ترسره شوی؛ څو د هېواد روغتیايي سکټور کاري وړتیا لا پیاوړې شي.

د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي وویل: (د ازادې سیالۍ له لارې د خالي بستونو ډکول د وړ او مسلکي کسانو د ګمارنې په موخه ترسره کېږي، خو له وړتیا او مسلک سره تقوا او دینداري هم لازمه ده).

ښاغلي مرستيال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت ژمن دی، چې خالي بستونه مسلکي او متخصصو کسانو ته وسپاري او دا بهیر به په دوامداره توګه جاري وساتي؛ څو عدالت او شفافیت تأمین شي.

همدارنګه، د ملکي خدمتونو د ګمارنې د اسانتیا رئیس محمد حنان حقاني وویل، دا ازموینه په بشپړ شفافیت سره ترسره شوې او هېڅ ډول تخلف ته په کې اجازه نه ده ورکړل شوې.

 هغه ټینګار وکړ، چې ټول پړاوونه به د اصولو او مقرراتو سره سم پر مخ یووړل شي؛ څو ګمارنې د وړتیا پر بنسټ یقیني او د خلکو باور لا زیات پیاوړی شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS