د عامې روغتیا وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو د چین هېواد له استازو سره د روغتیایي همکاریو پیاوړتیا په موخه ناسته ترسره کړه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۴:۱۹
MOPH

دا ناسته چې په عامې روغتیا وزارت کې تر سره شوه، چین هېواد ته د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي او مل تخنیکي ټیم د ترسره شوي سفر پر مهال په یادو شویو موضوعاتو بحث او خبرې ترسره شوې.

په یادو موضوعاتو کې د دودیز یا سنتي طب برخه کې د علمي ظرفیتونو د لوړولو زمینه برابرول، د الهي پېښو مدیریت، د روغتیايي کارکوونکو ظرفیت لوړونه، د دودیز طب د مرکز جوړول، د ساري ناروغیو د څارنې او مخنیوي برخه کې د افغان متخصصینو د ظرفیت لوړونې لپاره افغانستان ته د چینایي متخصصینو رابلل او د هغو موضوعاتو رسمي تعقیبول شامل وو، چې د چین د روغتیا کمیسیون له مرستیال سره پرې بحث شوی و.

سربېره پر دې افغان لوري وویل، هغه موضوعات چې په چین کې مطرح شوي، د افغانستان.ا.ا د سفارت له لارې به په بیجینګ کې له اړوندو ادارو سره شریک او تعقیب شي او هیله یې وښوده چې د تیرو مجالسو په تعقیب په ترتیب سره شوې ژمنې عملي شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS