د روغتیایي خدماتو مرستیال د عاجل ابن‌سینا روغتون خدمات و ارزول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۴۰
moph

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په عاجل ابن سینا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه ترسره او له روغتیايي کارکوونکو سره یې روژه ماتی وکړ:

د دغې لیدنې په ترڅ کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او لازمې لارښوونې یې ورته وکړې، چې د ناروغانو د ستونزو په حل او د روغتیایي خدماتو کیفیت لوړولو کې لا زیاتې هڅې ترسره کړي.

ښاغلي مرستیال وویل: «هر روغتیايي کارکوونکی مکلف دی، چې خپل ایماني او وجداني مسؤلیت په غوره ډول اداء کړي او خپلې دندې په بشپړ صداقت سره ترسره کړئ

همدارنګه، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال له ناروغانو او مراجعینو سره هم لیدنه وکړه، د هغوی غوښتنې یې واورېدې او د بشپړې پاملرنې ډاډ یې ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۴:۴۹
Background image

د عامې روغتیا وزیر د WHO له مشر سره د روغتیايي خدماتو پر پراختیا خبرې وکړې

د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزیر، ښاغلي مولوي نور جلال جلالي په خپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر، ډاکټر ایډوین سنیزا سلواډور او د یاد سازمان او نورو مسؤلینو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۹ - ۱۱:۴۰
Background image

د روغتیایي خدماتو مرستیال د عاجل ابن‌سینا روغتون خدمات و ارزول

د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي تېر ماښام په عاجل ابن سینا روغتون کې د وړاندې کېدونکو روغتیايي خدماتو له بهیر څخه لیدنه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۸ - ۱۳:۲۱
Background image

د اکمال تخصص پروګرام د پرمختګ څارنې درېیم پړاو په ستوماتولوژي او ایریناسلیمي روغتونونو او د عدلي طب خدماتو کې ترسره شو

دا څارنه د متخصصو ټرینرانو او ټريني ډاکټرانو د ستونزو او د اکمال تخصص پروګرام د ټریننګ نیمګړتیاوو معلومولو په موخه د اکمال تخصص لوی ریاست اړوند عملیاتي ریاست د څارنې ټیمونو له لوري په. . .

BACK TO NEWS