د عامې روغتیا وزارت له لوري د اکمال تخصص برنامې د ۱۴۰۴ هـ ش کال اړوند نږدې ۵۰۰ تنو متخصصو ډاکټرانو فراغت غونډه تر سره او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۱۸
MOPH

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ښاغلي حمدالله نعماني، د کورنیو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ښاغلي نورالحق مخدوم، د ازموینو ملي ادارې لوی رئيس ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني، د عامې روغتیا وزارت مرستیالانو او مرکزي رئیسانو، د بېلا بېلو امارتي ادارو او د نړیوالو همکارو سازمانونو او رسنیو استازو ګډون کړی و.

ښاغلي مولوي نور جلال جلالي د ۱۴۰۴ هـ ش کال متخصصو ډاکټرانو د فراغت په مراسمو کې ګډون د ویاړ او خوښۍ لامل وباله او د اکمال تخصص له پروګرام څخه یې هغوی ته د فراغت مبارکي وويله.

 ښاغلي وزير ټینګار وکړ، چې د فارغو شويو کسانو پر اوږو د مسؤليت لوی بار دی او باید په بشپړې ژمنتیا، اخلاص او نېکو اخلاقو سره د خلکو د خدمت او ریښتینو روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو هڅه وکړي.

همداراز، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ښاغلي مولوي حمدالله نعماني دغه علمي غونډه د شکر ځای وباله او ټولنې ته د علمي کادرونو معرفي کول یې افغاني ټولنې ته د خدمت په موخه مهم ياد کړل. هغه ټینګار وکړ، ډاکټران دې خپل مسؤلیت په اخلاص، ژمنتیا او له ناروغانو سره د ښه چلند له لارې اداء کړي او په زغم او ډاډ سره دې خدمت ترسره کړي.

دغه راز، د ازموینو ملي ادارې لوی رئیس، ښاغلي شیخ عبدالباقي حقاني فارغانو ته مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې د ناروغیو د مخنیوي په موخه باید د عامه پوهاي پروګرامونه زیات او وقایوي خدمتونه نور هم پراخ او پیاوړي شي.

سربېره پر دې  د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستيال، ښاغلي قاري عبدالولي صدیقي متخصصو ډاکټرانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د هغوی د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده کړه. هغه پر مسلکي ژمنتیا، مسؤلیت‌ منلو او خلکو ته پر ریښتیني خدمت ټینګار وکړ او سپارښتنه یې وکړه چې فارغ شوي کسان دې خپلو فوق تخصص زده کړو ته هم دوام ورکړي.

د‌ دې غونډې په دوام د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص لوی رئیس، ډاکټر نثار احمد نیازی هم د ۱۴۰۴ هـ ش کال متخصصینو ته د فراغت مبارکي وويله او له هغوی یې وغوښتل، چې خپل علمي او مسلکي پرمختګ ته دوام ورکړي. هغه ټینګار وکړ، د اکمال تخصص لوی ریاست هڅه کوي چې خپل پروګرامونه معیاري او بډایه کړي، څو هېوادوال وکولای شي په کور دننه مناسبو روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی ولري.

همدارنګه، د عامې روغتيا وزارت د مقام د دفتر لوی رئیس، الحاج شیخ محمد طاهر حلیم او د اکمال تخصص لوی ریاست ټرینر ډاکټر ایمل وردګ هم فارغو شويو متخصصینو ته د مبارکۍ ترڅنګ هر اړخیزې ویناوې وکړې

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS