د داوطلبۍ خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د (د عامې روغتیا وزارت اړوند د 90 لیپټاپ کمپیوټرونو برابرول او تدارک پروژه) چې د ( MOPH/1404/NCB/G-3193) ریفرینس ګڼې درلودونکې ده، د داوطلبۍ پروسه کې ګډون وکړي او د اړونده شرطپاڼې سافټ د https://tenders.ageops.af سایټ څخه لاس ته راوړي، د عقود قانون، لنډ مهالي اجرایوي پړاوونه او د شرطپاڼې شرایطو سره سم دې خپل آفرونه د اعلان خپرېدو له نېټې څخه تر (سه شنبې) ورځې پورې، چې (21/11/1404) هـ ش سره سمون لري ترتیب او په یاده نېټه د سهار په ( 10:00) بجو د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونې ته، چې د کابل ښار وزیر محمد اکبر خان مېنې، عامې روغتیا څلور لارې ته څېرمه موقعیت لري، وسپاري.
یادونه: ناوخته رسیدونکي او انټرنیټي آفرونه د منلو وړ نه دي او د آفر پرانستې غونډه به په یاده نېټه د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست د آفر پرانستې خونه کې تر سره کېږي.
