د هېواد د درملتونونو د بیا ثبت پروژې لپاره ۶۰ تنو سروې کوونکو او ټیم مشرانو ته یو ورځنی روزنیز پروګرام ترسره شو

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۲:۱۶
MOPH

دغه روزنیز پروګرام د (لوګر، کندهار، زابل، ارزګان، هلمند، ننګرهار، لغمان، کونړ او نیمروز) ولایتونو سروې کوونکو او ټیم مشرانو لپاره په خوړو او درملو معینیت کې ترسره شو.

په دې پروګرام کې د هېواد د درملتونونو د سروې او بیا ثبت پروژې پېژندنه او د دې پروژې تخنیکي سیستم د خوړو او درملو معینیت د متخصصینو له لوري ګډونوالو ته وړاندې شو؛ ترڅو دوی وکولای شي د پروژې د تطبیق پرمهال یې په سمه توګه پلي کړي.

د یادونې وړ ده، چې د یادې پروژې د تطبیق پایله کې به د هېواد ټول درملتونونه سروې شي او جواز لرونکي درملتونونه به په الکترونیکي ډول بیا ثبت شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS