د فراه ولایت عامې روغتیا ریاست لپاره د ۱۵ کیلو واټو په ظرفيت د لمریزې برېښنا سیستم نصب او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۵ - ۱۵:۲۵
moph

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام وویل:(برېښنا نن سبا د هرې ادارې او ټولنې له اساسي اړتیاوو څخه ده. اوس د عامې روغتیا ریاست په ۲۴ ساعته ډول له دوامدارې برېښنا څخه برخمن دی، چې دغه سیستم نه یوازې د ورځنیو چارو پرمخ بیولو زمینه برابروي، بلکی تری څنګ یې د ښاریانو لپاره د چټکو روغتيايي خدماتو او د کیفیت ښه والي په برخه کې هم مهم رول لري).

د یادونې وړ ده، چې دا اقدام د فراه ولایت روغتيايي سکتور د پیاوړتیا په لاره کې یو مهم ګام دی او د خدماتو د پراختيا، ښه والي او ستونزو د حل په برخه کې د یاد ریاست د رهبرۍ د ژمنتیا او هڅو څرګندونه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS