بغلان ولایت کې د روغتيايي مرکزونو لپاره د درملو او طبي او غیرطبي تجهیزاتو د وېش په موخه ناسته ترسره شوه

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۴ - ۱۳:۳۰
moph

دا ناسته د عامې روغتیا ریاست د مرستیال، اړوند تخنیکي پلاوي او په بغلان ولایت کې د یونیسف ادارې د استازي په ګډون ترسره شوه.

یاده ناسته د هغو درملو او طبي او غیرطبي تجهیزاتو د وېش په موخه جوړه شوې وه، چې د یونیسف ادارې له لوري د بغلان ولایت روغتيايي مرکزونو لپاره مرسته شوي وو. چې په کې ۱۰۲ قلمه درمل، ۴۱ قلمه بېلا بېل طبي مصرفي توکي، ۳۵ قلمه لابراتواري مواد، ۲۴ قلمه طبي تجهیزات او ۲ قلمه غیرطبي تجهیزات شامل دي، چې په کې ۸۰ المارۍ او ۱۰ عدده انسنراتور شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د دغو درملو او تجهیزاتو وېش به د روغتيايي مرکزونو د اړتیاوو پر بنسټ او د ټاکل شویو اصولو سره سم ترسره شي، تر څو د روغتيايي خدمتونو د کیفیت په ښه‌ والي کې اغېزمن رول ولوبوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS