د ننګرهار ولايت چپرهار ولسوالۍ بشپړ روغتیايي مرکز ته د یوه ملي سوداګر له لوري یو عراده امبولانس وسپارل شو

rasooli_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۶ - ۱۰:۳۶
moph

د ننګرهار عامې روغتیا رئیس، الحاج مولوي امین الله شریف په هڅو د چپرهار ولسوالۍ یو تن ملي سوداګر ښاغلي حاجي عبدالجبار صافي د ۵زره امریکايي ډالرو په لګښت یو عراده امبولانس د یادې ولسوالۍ بشپړ روغتیايي مرکز ته پېرلی و، چې د عامې روغتیا رئیس او نورو مسؤلینو په شتون کې روغتیايي مرکز ته وسپارل شو.

د عامې روغتیا رئیس د یاد سوداګر د دې نېک اقدام ستاینه وکړه او د چپرهار د ډاکټرانو د غوره او ښې انګیزې، چې په ياده سیمه کې یې وړیا روغتيايي کمپ پرانيستی او د ولسوالۍ روغتیا برخې لپاره مرستې جلبوي ستاینه او مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۹
Background image

سمنګان ولایت کې د دوه میلیونه افغانیو په لګښت یو روغتیايي مرکز جوړ او په فعالیت یې پیل وکړ

دغه روغتیايي مرکز چې د «رباطک» په سیمه کې موقعیت لري، د سمنګان ولایت عامې روغتیا ریاست د استازو، قومي مشرانو او د سیمې د یو شمېر اوسېدونکو په شتون کې یې پرانیسته ترسره او ګټې اخیستنې ته. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۴۶
Background image

روغتیایي پیغام!

ګرانو هېوادوالو!

د بخاریو لوګی، بې‌ کیفیته سون توکي، جنراتورونه، زاړه موټرونه او نا تصفیه شوي سکاره هوا ککړوي. راځئ! چې له بې‌ضرره او معیاري سون توکو څخه کار واخلو؛ ترڅو سالم او روغ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۳ - ۱۲:۱۵
Background image

د هلمند ولایت عامې روغتیا ریاست اړوند د روږدو درملنې سل بستریز روغتون کې د ۴۲ تنه تداوي شویو روږدو د حرفوي زده‌ کړو فراغت مراسم ترسره شول

یاد کسان د درې میاشتو لپاره د حرفوي زده‌ کړو پروګرام کې شامل شوي وو او اوس یې د زده‌ کړو بهیر په بریالیتوب سره پای ته رسېدلی دی، چې له ډلې یې ۲۲ تنه د موټرسایکل ترمیم برخه کې او ۲۰ تنه. . .

BACK TO NEWS