د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د خوړو او درملو سټنډرډ ادارو له مسؤلینو سره جلا ناستې ترسره کړې

rasooli_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۳۴
moph

په دې ناستو کې، چې د افغانستان لپاره د هند سفارت سرپرست کرن یادف هم شتون درلود افغانستان ته پر معیاري درملو واردولو، قیمت او کیفیت برخې ته د ځانګړې پاملرنې، افغانستان کې پر پانګونې او ځینو نورو موضوعاتو باندې بحث او خبرې تر سره شوې.

د عامې روغتیا وزارت تخنیکي ټیم هندي پانګه وال وهڅول، چې د افغانستان په داخل کې د درملو د تولید برخه کې کار وکړي او ټینګار یې وکړ، چې افغانستان د نړیوالو معیارونو مطابق، خوندي او باکیفیته درملو ته اړتیا لري ، د درملو د وارداتو برخه کې باید کیفیت، معیاري توب او مناسب قیمت ته ځانګړې پاملرنه وشي.

بل لوري د هند هېواد د خوړو او درملو اتحادیو مسؤلینو د خوړو او درملو د کیفیت او قیمت برخه کې تخنیکي ټیم ته ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، د معیاري درملو د تولید او صادراتو ترڅنګ چمتو دي، چې د درملو په برخه کې تخنیکي همکاري او هم افغانستان کې پانګونه وکړي.

په پای کې دواړو لوریو د روغتیايي همکاریو پر پراختیا، د تجربو پر شریکولو او د دوامدارو اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ، څو د روغتیايي سکتور د پیاوړتیا لپاره ګډې هڅې لا پراخه شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS