افغان پلاوي د سیلا هولډینګ له رهبري سره د روغتیايي زیربناوو او تجهیزاتو پر پراختیا خبرې وکړې
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې د سیلا هولډینګ کمپنۍ له رئیس او اداري پلاوي سره ناسته ترسره کړه:
دغه ناسته چې د ترکیې هېواد په مرکز انقره ښار کې ترسره شوه، په کې د سیلا هولډینګ کمپنۍ مسؤلینو د روغتيايي زیربناوو جوړولو او روغتیايي توکو تولید برخه کې افغان پلاوي ته یو هر اړخیز پریزنټیشن وړاندې کړ؛ دې کمپنۍ له ۱۹۹۷م کال راهیسې په یاده برخه کې مهم فعالیتونه ترسره کړي او پراخه تجربه لري.
د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د ښه هرکلي او معلوماتو شریکولو له امله د یادې کمپنۍ له رئیس څخه د مننې تر څنګه وویل، عصري روغتیايي زیربنا او مجهز تجهیزات د روغتونونو لپاره د معیاري خدمتونو بنسټ جوړوي.
دغه راز ښاغلي مرستیال زیاته کړه، عامې روغتیا وزارت په دې هڅه کې دی، چې د هېواد روغتیايي بنسټونه په نوې ټکنالوژۍ او عصري وسایلو سمبال کړي.
