د عامې روغتیا وزارت پلاوي د ترکیې د Başakşehir Çam ve Sakura Şehir له پرمختللي روغتون څخه لیدنه وکړه
د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني، د مقام د دفتر لوی رئیس شیخ محمد طاهر حلیم او مل پلاوي ترکیې هېواد ته د سفر په ترڅ کې له Başakşehir Çam ve Sakura Şehir روغتون څخه لیدنه ترسره کړه
دغه لیدنه چې موخه یې د یاد روغتون د تشخیصیه څانګې له نږدې مشاهده، د پرمختللې طبي ټکنالوژۍ په اړه د معلوماتو ترلاسه کول او د هېواد په روغتیایي سیستم او روغتونونو کې یې تطبیق دی، پر مهال یې د دغه روغتون د مرکزي لابراتوارونو مسؤل د موجودو پرمختللو سیستمونو، تجهیزاتو او مېتودونو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
همدارنګه، افغان پلاوي د راډیولوژۍ له پرمختللو وسایلو، لکه CT Scan، MRI، PET Scanner او د اندوسکوپي ماشینونو او څانګو څخه هم لیدنې ترسره، د پام وړ معلومات یې تر لاسه او هیله څرګنده کړه، چې په راتلونکې کې به د هېواد روغتونونه هم په ورته معیاري او پرمختللو تجهیزاتو سمبال شي.
د یادونې وړ ده، د Başakşehir Çam ve Sakura Şehir روغتون په پرمختللو او عصري طبي ټکنالوژۍ سمبال دی، چې ۲۶۸۰ بسترونه او د استانبول ښار په اروپایي برخه کې موقعیت لري.
