ننګرهار کې د درملو د نرخونو کنټرول په موخه نظارت ترسره شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۵:۱۷
MOPH

د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت د درملو او روغتیايي محصولاتو د څارنې ټیم جلال اباد ښار کې د درملو د نرخونو کنټرول په موخه له عمده او پرچون درمل پلورنځیو سربېره د درملو له شرکتونو څخه څارنه ترسره کړه.

نوموړي ټیم د درمل پلورونکو او د شرکتونو مسؤلینو څخه تهعد واخیست چې درمل به په لوړ نرخ نه پلوري او نه به هم درمل په دې موخه ساتي، چې  بازار کې یې غوښتنه زیاته او قیمت یې لوړ شي.

دغه راز، یاد ټیم درمل پلورنکو ته سپارښتنه وکړه، چې ټول درمل باید په ټاکلې فیصدۍ وپلورل شي؛ ترڅو هېوادوال ورته په اسانۍ لاسرسی ولري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS