د ا.ا.ا د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د کیور روغتون څخه د اکمال تخصص تر چتر لاندې د متخصصینو فراغت غونډه کې ګډون وکړ

rasooli_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۳:۲۹
moph

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د عامې روغتیا وزارت يو شمېر مرکزي رئیسانو، د تخصصي او ثالثي روغتونونو مسؤلينو او روغتيايي کارکوونکو ګډون کړی و، د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د خپلې وینا پر مهال وویل، د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، چې د روغتیایي خدمتونو کیفیت لوړ او ورته د خلکو لاسرسی اسانه شي او په دې برخه کې به د ډاکټرانو د ظرفیت لوړونې پروګرامونو ته دوام ورکړي.

د مجلس په جریان کې فارغ شویو متخصصینو ته د فراغت تصدیق‌ پاڼې ورکړل شوې او د روغتیا په برخه کې ټولنې ته ترې په پوره اخلاص د خدمت ژمنې واخیستل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS