د عامې روغتیا وزارت پلاوي د کونړ ولایت زلزله‌ځپلو سیمو کې د تغذیې بېړنیو خدماتو ارزونه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۶ - ۱۰:۳۶
moph

د عامې روغتیا وزارت د عامه تغذیې رئیس، ډاکټر حکمت الله معصومي په مشرۍ د تغذیې د بېړنیو ‌حالاتو مسؤل، ډاکتر ذبیح الله شمس او‌ مل پلاوي د وزارت په لارښوونه د کونړ ولایت په زلزله ځپلو سیمو او ایجاد شویو روغتیایي کمپونو او مرکزونو کې د تغذیې بېړنیو خدماتو څخه لیدنه ترسره کړه

د دې لیدنې موخه د هېواد په روغتیایي مرکزونو کې د تغذیې خدماتو کیفیت لوړل او هېوادوالو ته په معیاري توګه د تغذیې خدماتو وړاندې کول دي، چې ترڅ کې یې د عامه تغذیې رئیس په لیدل شویو روغتیايي مرکزونو کې د تغذیې خدماتو د پیاوړتیا لپاره د تطبیق کوونکو مؤسسو فعالیتونه وستایل او اړوندو مسؤلینو ته یې د لا ښه خدماتو سپارښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې کونړ ولایت کې د زلزله ځپلو لپاره د عامه تغذیې ریاست له لوري په لومړي ځل د هغو ماشومانو لپاره چې عمرونه یې له شپږ میاشتو څخه کم وي او میندې یې له لاسه ورکړي وي،  RUIF شیدې توضیع شوي دي او د BSFP پروګرام له لارې د تغذیې موادو ویش په منظم ډول لا هم دوام لري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS