د بلخ ولایت سوختګي جراحي روغتون کې د لابراتوار نوې څانګه پرانیستل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۳:۱۳
moph

د بلخ د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو د دې ولایت د سوختګي جراحي روغتون، ۵۰ بستریز سرطاني روغتون او د هموډیالیز څانګې لپاره یو نوی لابراتوار پرانیست او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د یاد لابراتوار پرانیستې مراسمو کې د بلخ حوزوي روغتون امر ډاکټر اشرف روان، د سوختګي جراحي روغتون امر ډاکټر فرید سراجي او د بېلابېلو برخو یو شمېر مسؤلینو ګډون درلود.

یاد لابراتوار چې سوختګي جراحي روغتون کې فعال شو، نه یوازې د دې روغتون د ناروغانو په درملنه کې، بلکې د سرطاني روغتون او د هموډیالیز څانګې د ناروغانو درملنه کې به هم ځانګړی رول ادا کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS