کونړ ولایت کې د وروستۍ زلزلې له امله زیانمنو شویو کورنیو ته د ملاریا او ډینګي ناروغیو د مخنیوي په موخه د ماش لومو (پشه خانو) د ویشلو کمپاین پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۵۲
MOPH

یاد کمپاین د عامې روغتیا وزارت د ملاریا او ناقله ناروغیو پروګرام آمر، ډاکټر حزب الله فطرت له لوري د روغتیا نړیوال سازمان، UNDP او یونیسف ادارې د استازو په شتون کې پیل شو، چې په ترڅ کې به یې د کونړ ولایت په زلزله ځپلو سیمو (خاص کونړ ولسوالۍ کمپ، سرې میاشتې کمپ، ژیړي بابا کمپ، څوکۍ ولسوالۍ) او د ننګرهار په دره نور ولسوالۍ کې زلزله ځپلو هېوادوالو ته (۳۶۵۰۰) پشه خانې وویشل شي.

د یادونې وړ ده، چې د ملاریا او ناقله ناروغیو پروګرام له لارې تېر کال د ملاریا لوړ ګواښ لرونکو ولایتونو کې امیندوارو میندو ته (۲۱۲۶۸۳) پشه خانې، کندهار، بادغیس، فراه ولایتونو کې د اوټبریکونو د کنټرول په موخه (۳۶۶۳۱) او د ننګرهار ولایت د تورخم په عمري کمپ کې بېرته راستنېدونکو هېوادوالو ته (۱۷۹۶۲) پشه خانې ویشل شوي دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS