فراه کې د ۶۵۰زره افغانیو په لګښت د نري رنځ ناروغۍ څانګې لپاره د درملو د نوي جوړ شوي زیرمتون پرانیسته ترسره شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۰:۴۳
MOPH

یاد زیرمتون د UNDP ادارې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، چې د عامې روغتیا وزارت د ټاکل شویو معیارونو سره سم د درملو خوندي ساتنې، ښه مدیریت او پر وخت وېش لپاره په لازمو شرایطو برابر دی.

د فراه د عامې روغتیا رئیس، مولوي شیخ میر صدام د UNDP ادارې له مسؤلینو څخه مننه وکړه، دغه زیرمتون یې د درملو خوندي ساتنې برخه کې اغېزناک وباله او زیاته یې کړه، چې د خلکو د روغتیا خوندیتوب لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS