د هلمند عامې روغتیا ریاست سره د ١٧١٦٥٠٠ افغانیو په ارزښت د ۱۰ پایو انکیوبیټرونو (incubators) مرسته وشوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۸:۱۴
moph

یاده مرسته د فاطمه خیریه بنسټ له لوري شوې، چې د هغو نويو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا خونديتوب لپاره به ورڅخه لازمه ګټه اخیستل کېږي، چې له کمزورۍ سره مخ وي او یا تر وخت مخکې زېږېدلي وي؛ ترڅو د نویو زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه راکمه او د هغوی د ژوند ژغورنې فرصتونه ډېر شي.

د هلمند د عامې روغتیا رئیس، مولوي فضلي احمد شفیع الله د یادې مرستې له امله د فاطمه خیریه بنسټ له مسؤلینو څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې دغه انکیوبیټرونه به ډېر ژر اړوندو روغتیایي مرکزونو ته ووېشل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS