د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست او کمال تخصصي ارتوپيدي روغتون ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۰ - ۱۱:۰
MOPH

د روغتیایي سکټور کارکوونکو تر منځ د دوه اړخیزې همکارۍ پراخولو او د کیفیت لرونکو روغتیایي خدماتو وړاندې کولو په موخه د عامې روغتیا وزارت د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست او کمال تخصصي ارتوپيدي روغتون ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو.

دا هوکړه لیک د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ رئیس، ډاکټر احمد خندان او په کابل کې د کمال تخصصي ارتوپيدي روغتون د استازي لخوا لاسلیک شو.

د دې هوکړه لیک پر بنسټ، ټول امارتي ټول کارکوونکي، د دوی د کورنۍ غړي او هغه محصلین چې د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست له لارې کمال روغتون ته معرفي کېږي، کولای شي د دې روغتون تشخیصيه او درملنې خدماتو کې له 40 سلنې تخفیف څخه برخمن شي.

د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست مسؤلینو په دې همکارۍ خوښي څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ، چې له نورو روغتیایي مرکزونو او خصوصي سکټور سره د ورته همکارۍ پراخولو هڅې به دوام ولري.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS