د عامې روغتیا وزارت د نظارت رئیس، ډاکټر کریم الله حلیمي فراه ولایت ته د سفر په ترڅ کې د یو مسلکي او تخنیکي پلاوي په ملتیا د فراه ولایتي روغتون څخه لیدنه وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۳:۳۷
moph

 د دې لیدنی موخه د یاد روغتون د خدمتونو ارزونه، د روغتیايي پرسونل د فعالیتونو څارنه او د موجودو ستونزو په نښه کول او ورته د حل لارو پیدا کول وو، چې په ترڅ کې یې ډاکټر کریم الله حلیمي د فراه د عامې روغتیا ریاست د مرستیال، ملا دین محمد عبدالحق په ملتیا د یاد روغتون ټولې برخې له نږدې ولیدې، د روغتون له مسؤلینو، ډاکترانو، نرسانو او نورو روغتیايي کارکوونکو سره یې خبرې وکړې، د هغوی نظرونه او وړاندیزونه یې واورېدل، د خدماتو څرنګوالی یې وڅېړه او د لا ښه فعالیت په موخه یې روغتیايي کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې.

د نظارت رئیس همداراز، د روغتیايي کارکوونکو هڅې وستایلې او ویې ویل، د عامې روغتیا وزارت موخه د هېوادوالو لپاره باکیفیته، منظم، او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کول دي او ټول روغتیايي مسؤولین او کارکوونکي باید دې موخې ته د رسېدو لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS