د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني د ننګرهار ولایت له یو شمېر تجارانو سره ناسته وکړه

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۲:۱۵
MOPH

یاده ناسته چې د ننګرهار حوزوي روغتون ریاست کې ترسره شوه، په کې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل پلاوي د ننګرهار د تجارانو اتحادیې رئیس او یو شمېر تجارانو سره د زلزله‌ ځپلو او ټپیانو لپاره د روغتیايي خدماتو، خوراکي او نورو اړینو توکو برابرولو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې وکړې، چې تجارانو له زلزله‌ ځپلو سره خپله خواخوږي څرګنده او د هر اړخیزو مرستو ژمنه وکړه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۶
Background image

په هلمند کې د ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت درې روغتیايي مرکزونه ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

د هلمند ولایت بغني او باغران ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانیو په لګښت د درې روغتیایي مرکزونو ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

یادې ودانۍ د IOM مؤسسې په مالي ملاتړ جوړې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۱۳
Background image

د پنجشېر ولایت عامې روغتیا ریاست له لوري په حصه اول او پریان ولسوالیو کې د رواني ناروغیو درملنې پنځو مرکزونو فعالیت پیل کړ

د دغه ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر حجت‌الله محمدي وویل: ياد مرکزونه خلکو ته د رواني روغتیايي خدمتونو د لاسرسي ښه کولو په موخه جوړ شوي دي، چې له ډلې یې دوه مرکزونه په حصه اول ولسوالۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۱۵:۸
Background image

د ننګرهار ولایت سپين غر ولسوالۍ مامندرې سيمه کې د ۷.۱ ميليون افغانيو په لګښت د يو (BHC) روغتیایي مرکز د جوړېدو ډبره کېښودل شوه

په همدې موخه جوړو شویو مراسمو کې چې د ننګرهار مرستيال والي مولوي غلام الرحمن حيدري، د عامې روغتیا رئیس مولوي امین الله شریف، یو شمېر نورو ولایتي رئیسانو او مسؤلینو شتون درلود، مرستیال. . .

BACK TO NEWS