د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوی عبدالولی حقانی ننګرهار ولایت ته د سفر په ترڅ کې د روغتيا نړيوال سازمان له استازو سره لیدنه وکړه

rasooli_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۲ - ۱۰:۳۶
moph

د یادې لیدنې موخه د درملو د هغو مرستو ارزونه ده، چې د روغتيا نړيوال سازمان يې د زلزله‌ ځپلو لپاره برابرول غواړي، په دې ليدنه کې ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او مل تخنیکي ټیم د روغتونونو او روغتيايي مرکزونو لپاره د اړینو درملو لېست ترتیب او د نړيوال روغتيايي سازمان له استازو سره شريک کړ؛ تر څو په روغتونونو او روغتیایي مرکزونو کې د زلزله ځپلو لپاره د اړینو درملو اړتیاوې پوره او د درملو د کمښت ستونزې پېښې نه شي.

همداراز، د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال د روغتیا نړيوال سازمان له استازو څخه د دوامدارو همکاريو له امله مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS