د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري شاوخوا ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او مواد وسوځول شول

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۳۰
moph

دغه درمل او بې‌ کیفیته مواد د پروان د عامې روغتیا ریاست د څارنې او پلټنې امریت له لوري د چاریکار ښار او ولسوالیو له درملتونونو او پلورنخو څخه راټول شوي وو، چې د استخباراتو، امنیې قوماندانۍ، ښاروالۍ او نورو اړوندو ادارو د استازو په حضور کې وسوځول شول.

د پروان ولایت د عامې روغتیا رئیس، ډاکټر نیاز محمد مخلص، د دې ریاست د ګډې کمېټې د جوړېدو په اړه وویل: «دغه ګډه کمېټه چې د امارت د بېلابېلو ادارو له استازو جوړه شوې ده، موخه یې د بې‌کیفیته موادو د تولید او بې کیفیته خدماتو وړاندې کولو مخنیوی دی. یاده کمېټه د پروان ولایت د عامې روغتیا ریاست له مشرتابه سره په همکارۍ توانېدلې ده، چې شاوخوا ۱۲ ټنه له نېټې تېر او بې‌ کیفیته درمل او مواد له مرکز او بېلابېلو ولسوالیو راټول کړي، چې نن یې د سوځولو شاهدان یو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS