د عامې روغتیا وزارت له لوري د روغتیا ملي ستراتیژۍ د تدوین په موخه د فرعي کمېټو د ظرفیت لوړونې لومړۍ دورې دوه ورځني ورکشاپ غونډه پیل شوه

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۸:۳۷
MOPH

د یاد ورکشاپ پرانیسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال ښاغلي ملا بخت الرحمن شرافت، د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي، د مقام د دفتر لوی رئیس الحاج شیخ محمد طاهر حلیم، د وزارت د یو شمېر مرکزي رئیسانو، د مقام د مشاورینو، روغتیا نړیوال سازمان استازو او د اړوندو مسؤلینو په شتون کې تر سره شوه.

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي پراختیا او پالیسۍ مرستیال، ښاغلي ډاکټر محمد حسن غیاثي ګډونوالو ته د خپلې وینا پرمهال، د روغتیا ملي ستراتیژي د عامې روغتیا وزارت له عمده لومړیتوبونو وبلله او ویې ویل: (دا ستراتیژي د روغتیايي خدمتونو متوازنې پراختیا لپاره یو روښانه سند دی، چې له منابعو څخه اغېزمنې ګټې اخیستنې او د خلکو د اړتیاوو پوره کولو ته زمینه برابروي، هغه له ګډونوالو وغوښتل، چې شته منابعو ته په کتو او د لومړیتوبونو په پام کې نیولو سره هڅه وکړي، یاده ستراتیژي ژر تر ژره نهایي کړي؛ تر څو په نږدې راتلونکي کې د یو رسمي ستراتیژیک سند په درلودلو سره روغتیا برخه کې لازم اقدامات تر سره شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۵:۳۲
Background image

د بهرنیو او داخلي ډاکترانو د فعالیت د تنظیم په موخه د هېواد له خصوصي روغتیايي مرکزونو څخه د نظارت لړۍ پیل شوې ده

دغه نظارت د عامې روغتیا وزارت د طبي شورا لوی رئیس، ډاکټر فقیر محمد زیار په مشرۍ د یوې باصلاحیته کمېټې له لوري ترسره کېږي؛ ترڅو د هېواد په خصوصي روغتیايي مرکزونو کې د بهرنیو او داخلي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۳:۱۷
Background image

د ثالثي روغتیایي خدمتونو د ارقامو راټولولو لپاره نوې فورمې او میکانیزم د (Tertiary Complementary -HMIR) په نوم جوړ او زر به په روغتونونو کې عملي شي

د عامې روغتیا وزارت د څارنې او پلټنې لوی ریاست له لوري د ثالثي روغتیایي خدمتونو د معلوماتو راټولولو لپاره یو نوی میکانیزم او فورمې جوړې او په همدې موخه د کابل ښار د لسو تخصصي روغتونونو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۱۱:۸
Background image

د عامې روغتیا وزارت د چاپېریال روغتیا ریاست مسؤلینو له لوري د کابل ولایت په دوولسمه ناحیه کې له یو شمېر رسټورانټونو څخه نظارت ترسره شو

دغه نظارت د خوراکي توکو د کیفیت او حفظ الصحې ارزونې په موخه ترسره شو، چې په ترڅ کې یې د رسټورانټونو مسؤلینو او کارکوونکو ته د حفظ الصحې مراعتولو او روغتيايي کارتونو اخستلو په اړه لازمې. . .

BACK TO NEWS