د ننګرهار ولایت روداتو، خوګیاڼيو او پچیراګام ولسوالیو کې د کورونو د دواپاشۍ کمپاین پیل شو

rasooli_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۷ - ۱۰:۱۸
moph

د ملاریا او نورو ناقله ناروغیو د پروګرام مسؤلینو له لوري د خپلو دوامداره فعالیتونو په لړ کې د ملاریا د اوټبریکونو (خپرېدنې) د کنټرول په موخه ننګرهار ولایت کې د یادو درېو ولسوالیو لپاره د پلان او موجودو ملاریايي ارقامو پر بنسټ د کورونو د دواپاشۍ کمپاین پیل شو.

یاد کمپاین به ۲۱ ورځې دوام وکړي او د دغو ولسوالیو په ۲۶ کلیو او ۶۳۷۲ کورونو کې به تطبیق شي، چې شاوخوا ۴۴۶۳۷ تنه وګړي به ترې ګټه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې دغه کمپاین د ۲۰ تنه سوپروایزرانو او ۶۰ تنه دواپاشانو له‌ لوري پر مخ وړل کېږي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۵:۵
Background image

د عامې روغتیا وزارت د تېر یوه کال مهمې لاسته راوړنې له ولس سره شریکې شوې

"حکومت د مطبوعاتو په هنداره کې" تر سرلیک لاندې، د پیل شوي پروګرام په چوکاټ د روغتیا او ورزش اوونۍ په مناسبت د افغانستان ا.ا ویاند، ښاغلي مولوي ذبیح‌الله مجاهد له لوري په یوه خبري. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۵۰
Background image

له نړيوالو شريکانو سره د همغږۍ په برخه کې د عامې روغتيا وزارت يو کلنې لاسته راوړنې

 د عامې روغتيا وزارت له تمویلونکو او نړیوالو شریکانو سره د همغږۍ په برخه کې په ۱۴۴۷ هجري قمري کال کې د روغتیا سکتور د ودې په موخه مرسته او هېوادوالو ته د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۹:۳۳
Background image

د غیرساري ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره خوندي روغتیايي پاملرنه!

د زړه، شکر، سرطان او مزمنې تنفسي ناروغۍ هغه غیرساري ناروغۍ دي، چې ډېری وخت اوږدمهاله پاملرنې او منظمې روغتیايي څارنې ته اړتیا لري.

په دې ناروغیو د اخته کسانو خوندیتوب یواځې د درملنې په. . .

BACK TO NEWS