د تړون د ورکړې خبرتیا!

rasooli_admin
moph

Publish Date

Closing Date

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د دویمې فقرې سره سم، له دې لارې ټولو ته خبر ورکول کېږي، چې د عامې روغتیا وزارت تدارکاتو ریاست په پام کې لري، چې د عامې روغتیا وزارت د مرکزي ادارو او دویمو واحدونو د فلتربابو او روغنیاتو تړون، چې ریفرینس شمېره یې (MOPH/1404/NCB/G-1251) ده، د ( واحد غروال لمتید) شرکت ته ورکړي، یاد شرکت چې د (76924) ګڼې جواز لرونکی او اصلي موقعیت یې ( ننګرهار، اوله ناحیه، د کامې هډه، خانجي چشمه، طرباز خان مارکیټ) کې دی او د تړون قیمت یې (3,220,852) درې میلیونه دوه سوه شل زره اته سوه دوه پنځوس افغانۍ دی.

د ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو د هر ډول نیوکو په صورت کې دوی کولای شي، چې د تدارکاتو قانون پنځوسمې مادې سره سم خپله نیوکه په لیکلې بڼه د دلایلو په ذکر کولو سره د اعلان خپرېدو له نېټې تر اوو (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا وزارت د تدارکاتو ریاست اړوند د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو د تدارکاتو آمریت ته، چې د عامې روغتیا وزارت څلور لارې ته څیرمه موقعیت لري، وسپاري.

یادونه: دا خبرتیا د تړون د لاسلیک کولو په معنا نه ده او د پورته ذکر شوې نېټې او د راتلونکو قانوني پړاوونو تر بشپړېدو پورې به تړون نه لاسلیک کېږي.

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۵
Background image

د تړون ورکړې خبرتیا!

ریفرینس شمېره: MOPH/ATNHC/NCB/1405/G03

د عقودو قانون او د دې وزارت د لنډ مهاله تدارکاتي کړنلارو د احکامو پر بنسټ، په دې توګه ټولو ته خبر ورکول کېږي چې د اتاترک د ماشومانو تخصصي روغتون . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵۲
Background image

د داوطلبۍ بیا ځل خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د ( راډیولوژي او د وینې بانک آمریتونو اړوند د طبي ملزمې  چمتو کول او برابرول د 1405 مالي کال پروژه  ) چې د (MOPH . . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۹:۵
Background image

د داوطلبۍ خبرتیا!

د تدارکاتو ریاست ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ تر څو د (ستوماتولوژي روغتون  لپاره ۱۱ قلمه طبي تجهیزاتو تدارک او چمتو کولو پروژه   ) چې د  (MOPH/1405/NCB/G-2984) ریفرينس . . .

Back to tenders