د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب لوی ریاست له لوري (۵۰) متخصصینو ته د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو بهیر کې د شته ستونزو حل په موخه دوه ورځنی ورکشاپ ترسره شو

rasooli_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۱:۳۷
MOPH

یاد ورکشاپ چې د غضنفر انسټېټیوټ په تالار کې ترسره شو، پرانیستې مراسمو کې یې د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال، ښاغلي مولوي عبدالولي حقاني او د وزارت یو شمېر مرکزي رئیسانو ګډون کړی و.

ښاغلي مرستیال مولوي عبدالولي حقاني د دې ورکشاپ ترسره کول په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو ښه والي لپاره یو مهم ګام وباله او زیاته یې کړه، موږ هڅه کوو چې په راتلونکي کې د تصمیم نیولو برخه کې د متخصصینو نظرونه او وړاندیزونه په پام کې ونیسو او د عملي اقداماتو له لارې خلکو ته روغتیایي خدمات لا ښه کړو.

د یادونې وړ ده، چې د معالجوي طب لوی ریاست دا ورکشاپ له مرکز او ولایاتو څخه ۵۰ تنه متخصصینو ته د روغتیایي خدمتونو برخه کې د ننګونو څېړلو او حل په موخه ترسره کړ.

د دې ورکشاپ موخه د نظرونو تبادله، د ستونزو تحلیل او د روغتیايي خدماتو د کیفیت ښه والي په موخه د عملي حل لارو لپاره د وړاندیزونو جامع پلان چمتو کول وو، چې په کې د مهمو موضوعاتو؛ لکه اسانتیاوو نشتوالي، تدارکات، د روغتیايي ادارو ترمنځ همغږي او د کارکوونکو ظرفیت لوړولو باندې بحث او خبرې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۵۶
Background image

د عامې روغتيا وزارت د وینې مرکزي بانک له لوري د اټوما مخابراتي شبکې په مرکزي دفتر کې د عامه پوهاوي او رضاکارانه وینې را‌ټولولو کمپاین ترسره شو

په دې کمپاین کې له ٨١ تنو مسولینو او کارکوونکو څخه ٤١٠۰۰ سي سي رضاکارانه وینه راټوله او د وینې مرکزي بانک ته انتقال شوه، چې له ضروري معايناتو وروسته به مستحقو او اړمنو ناروغانو ته توزيع. . .

BACK TO NEWS